کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
د يوې نجلۍ مړى پرون په کندز ولايت کې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغى .
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني دباختر آژانس
خبريال ته وويل : ديوې نجلۍ مړى چې څوارلس کلنه ده دکندز ولايت دخان آباد ولسوالۍ د موسى زو په کلي کې هغه وخت دپوليسو لاسته ورغي چې په ډزو سره وژل شوې وه.
يوه اړونده خبرځاى وويل : دغه نجلۍ د خان آباد ولسوالۍ دچاريکاريانو دکلي اوسيدونکي وه او دکورني تاوتريخوالي له امله دخپلوانو له خوا يې وژل شوې ده ددغې نجلۍ دوه تنه د ترور زامن د دې د وژنې په تور د پوليسو له خوا نيول شوي دي
0 د یوې دقیقې څخه لږ