ټولنه

په سمنګانو کې درې ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٦  :
دڅلور مليونو  اوشپږ سوه زرو افغانيو په لګښت درې ټولګټې پروژې دسمنګانو ولايت دبر دره صوف په ولسوالۍ   اوددغه ولايت په مرکز  ايبکو ښارکې  پرانيستلې شوې   او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې.
دسمنګانو ولايت دپوهنې رييس  عبدالوهاب ظفري دباخترآژانس خبريال ته وويل  : دسمنګانو ولايت  په مرکز پورې اړوند  دصوفي قلعه دلومړني ښوونحي ودانۍ   ديوزرو دوه  سوه متره  مربع ځمکې په ساحه کې  چې دخلکو له خوا ددغه ولايت دپوهنې رياست  په واک کې ورکړى شوې وه   د کاناډا هېواد  د دبهرنيو تجارتي او انکشافي چارو په مالي مرسته د دوو مليونو پنځه سوه څلويښتو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول  په پنځو مياشتو کې جوړه شوې وه  چې شپږ درسي خونې ،  داوبو زيرمه  او تشناب لري .
دده دڅرګندونوله مخې :  له دغې ودانۍ څخه په ګټې اخيستنې سره  دمناسب
درسي  ځاى  دنشتوالي له پلوه ددوه سوو  تنو زده کوونکو نجونو اوهلکانو ستونزې  لرې شوي دي .
له بلې خوا هم دسمنګانو ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دمطبوعاتو مسوول ثمرالدين  شاهرخي   وويل :  دملي پيوستون دپروګرام  دوه پروژې   ددوو  مليونو  اوويا زرو افغانيو په  لګښت  دسمنګانو ولايت دبر دره صوف په ولسوالۍ کې پرانستلې شوې او داستفادې وړ وګرځيدې.
دده د څرګندونو له مخې په دغو پروژو کې    د اوبو د  ذخيرې له  جوړولو سره يې   چې دنوي زره ليتره اوبو ظرفيت لري   دنوي مترو په ژورتيا ديوې څاه  کيندل  او دويمه پروژه  ديو ټولنيز اوفرهنګي مرکز  ودانۍ  جوړول دي.
ده وويل :  دغه پروژې   دبردره صوف دولسوالۍ  دکشک  او دسيدآباد دکليو داوسيدونکو په غوښتنه پلې شوې دي  چې له ښيګڼو څخه يې  څه ناڅه پنځه سوه کورنۍ  ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته