کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه
په ميدان وردګو ولايت کې پوځيانو د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان له کورڅخه د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شول .
دغه جنګي وسايل د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان کوچي له کور څخه ترلاسه شوي دي .
په ميدان وردګو ولايت کې دملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په نرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سيمه ييز قوماندان کوچي له کور څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او پنځه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
ده ددغه کور دپلټنې په بهيرکې د طالبانو د احتمالي نيولو په باب څه ونه ويل.
د طالبانو د ډلې سيمه ييز قوماندان کوچى د ميدان وردګو ولايت د ځينو سيمو په وروستيو نا اراميوکې زيات رول درلود.
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل