امنیت

اووه تنه طالبان ووژل شول

کابلباختر د ميزان ٢
په فراه ولايت کي دسيمه ييزو پوليسو په پوستو دطالبانو دبريد په بهير کي نن اووه تنه طالبان ووژل شول او يو طالب ټپي شو
دفراه د والي ويندوي عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل دغه پيښه هغه وخت را منځته شوه چې يوي ډلي طالبانو دپشت رود ولسوالۍ په مربو طاتوکي دسيمه ييزو پوليسو په پوستو بريد وکړ چې دسيمه ييزو پوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول اوددغي نښتي په بهيرکي اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو
ده دغه راز وويل ددغي جګړي په بهير کي دوه تنه سيمه ييز پوليسان هم لږ ټپيان شويدي
ديو بل خبر له مخي په فراه ولايت کي نن د ناتو دجنګي الوتکو دبريد له ا مله يوطالب ووژل شو او يو بل طالب ټپي شو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته