سیاست

جمهور رئیس غني: افغانستان نه غواړي په تجريد کې و اوسي

کابل باختر د وږي  ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې "  د افغانستان له تګلوري څخه د ورېښمو لاره "  تر عنوان لاندې د سیمه يیزو اقتصادي همکاریو  ( ریکا) په شپږمه نړیواله غونډه کې چې پرون په کابل کې پیل شوې وه، وینا وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د افغانستان د حکومت په کوربه توب د بهرنیو چارو وزارت په تالار کې جوړه شوه، جمهور رئیس غني د مرکزي او جنوبي آسیا د پيوستون د پله په توګه د افغانستان د تاریخچې په اړه وویل چې افغانستان د زرګونو کلونو لپاره د آسیا او د ورېښمو د لارې چې له ډېرو مهمو لارو څخه وه د پيوستون ټکى و چې د نړۍ سترې اقتصادي معاملې په هغې کې ترسره کېدلې او بشپړه ترانسپورتي شبکه پکې موجوده وه. 
جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې د ورېښمو لارې موږ ته تشبثاتي مېراث او فرهنګ پریښی دی، وویل، هیله لرم چې په نږدې راتلوونکې کې د جګړې د پای شاهدان و اوسو او آسیا یو ځل بیا د نړۍ په یوې مهمې اقتصادي وچې بدله شي او افغانستان یو ځل بیا په هغې کې د هېوادونو او خلکو د پیوند ټکى و اوسي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې موږ باید د ستونزو او فرصتونو انډول درک کړو، خپل عمده مشترکین تشخیص او راتلوونکې ته په دقت سره وګورو ترڅو په جغرافیایي او سیاسي خنډونو لاس بري شو او د راتلوونکې په لور مخ پر وړاندې لاړ شو.
جمهور رئیس غني په دې باندې په ټینګار سره چې د ګټې وټې د ترلاسه کولو په موخه دې فرصتونه د سیمې لپاره رامنځته شي او ټول قشرونه او اتباع دې په هغه کې ونډه ولري، وویل چې موږ باید د حکومت والۍ، پالیسۍ، علم او پوهې او په زیربنایي برخو کې موجود خنډونه تشخیص کړو او د لرې کولو لپاره یې په  عملي اقداماتو لاس پورې کړو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، که چیرې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي، زموږ هېواد د سیلانیانو لپاره ډېر ښه ځای دی.
ده دې ته په پاملرنې سره چې په تېر کې افغانستان ته خپل موقعیت ستونزې پیدا کړې وې، هیله څرګنده کړه چې دغه مهم موقعیت وکولای شي  په راتلوونکو کلونو کې د سترو ګټو خاوند شي.
جمهور رئیس غني همدا راز په بېلابېلو برخو له دې جملې څخه د کرنې او مالدارۍ، د اوبو د سرچینو او له دکموپيدا کيدوونکوبډايوکاني سرچينو یادونه وکړه، وې ویل چې زموږ هېواد کولای شي د مسو له سترو تولیدوونکو هېوادونو او د سروزرو د مارکیټ له اداره کوونکو څخه و اوسي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني دې ته په اشارې سره چې افغانستان نه غواړي په تجريد کې واوسي، وویل چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ لپاره ژمنه او سیاسي اراده لري.
جمهور رئیس غني په افغانستان کې د سیمه يیزو پانګونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې خصوصي او دولتي سکټور باید په ګډه کار وکړي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې موږ دوه انتخابه لرو، لومړی دا چې افغانستان او سیمه د سوداګریزو توکو، مفکورو او د معاملاتو د پيوستون په یوې ټکى بدل شي او دوهم انتخاب چې د تروریستانو موخه ده، د پيوستون په يوه ټکى د سیمې د بدلیدو د بهیر له ډب سره مخامخ کېدل دي.
جمهور رئیس محمد اشرغني د خپلې وینا په پای کې وویل چې د تروریستي شبکو او تاوتریخوالي پیغام، د ناهيلۍ پیغام دی او د هغوی تمرکز د بې ګناه خلکو پر وژلو او د فرهنګي مېراثونو په ورانولو او له منځه وړلو دی.
جمهور رئیس غني زیاته کړه چې موږ باید د دې جرئت ولرو چې د غوچ اکثریت اسلامي هېوادونو په استازیتوب خبرې وکړو چې مسلمان ملتونه د وحشت او تاوتریخوالي پیغامونه په کلکه ردوي.
په دې غونډه کې د افغانستان د دولت پر لوړ پوړو چارواکوپه ګډون سربېره د نړۍ له ۳۰ څخه د زیاتو  هېوادونو  او ۴۰ نړیوالو سازمانونو چارواکوبرخه اخستې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته