امنیت

په زرمت ولسوالۍ کې څلور تنه وسله وال ووژل شول

ګردیز باختر د لیندۍ د میاشتې ۱۳ مه
تېره ورځ د پکتيا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو د نښتې له امله څلور تنه مخالفان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپیان شول.
چارواکي وايي چې دغه وسله وال مخالفان د امنيتي ځواکونو له خوا په کمين کې وژل شوي دي.
د پکتيا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل په دغه نښته کې د شپږو تنو وسله والو د مرګ ژوبلې سربېره  د مخالفانو يو شمېر وسایط او وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
هغه وايي چې په دغه نښته کې پولیسو ته د سرکوم زيان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته