سیاست

تبصره

کابل باختردثور دمياشتې٩ نيټه :

په مناسبه توګه پيښوته دځواب ورکول  دهغو مرکزونودتمويلولو اوسمبالولو غوښتنه کوي  چې په دې لاره کې کار اومبارزه کوي .

دباخترا ژانس مبصرليکي  افغانستان دهغو هيوادونو له جملې څخه بلل کيږي چې ډيرې خونړي پيښې تيروي او ددغو پيښو په بهيرکې  يې هم په  اقتصادي برخه کې اوهم په ټولنيزه برخه کې خپل ټول شته له لاسه ورکړي دي.

دجګړو دوام ددې ملت  دټولو سياسي ، ټولنيزو اواقتصادي بدمرغيو اساسي عامل بلل  کيږي   ځکه همدغه جګړې وې چې ددې هيواد دپستي ځنګلونه  او څړځايونه يې له منځه يوړل اوافغانستان يې په کنډواله اوشاړو دښتو بدل کړ،. هغه څه چې   ټول دسيلاونو په ګدون په ټولو پيښو اغيزه کوي اونه شتون يې په دغه شان حالاتو کې دمالي تاوانونو اودسردزيانونو سبب کيږئ .

په هرصورت  ترخې ورځې تيرې شوې اوافغانستان له لسو کلونو راپه دى خوا دنړيوالې ټولنې په مرسته دنوى راتلوونکي په لور يون پيل کړى دى.

دغه يون دنيمګرتياو اونواقصو په پام کې نيولوپرته په مسلمه توګه په ټولنيزو، سياسي   اواقتصادي  برخو او دروغتيايي اوټولنيزو بنسټونو اوپه نورو برخو کې خلکوته زيات برياليتوبونو په برخه کړي دي  په هر صورت دټولنيزو ناخوالو  اوبرياليتوبونو ترمنځ يو هم ددې هيواد جوي  اوجغرافيايي حالت دى چې بايد په دې باب فکر وکړو.

څوکاله کيږي چې دسيلاونو دراوتلو اودواوري ښوئيدنې  له امله ددې هيواد په سلګونو تنه انسانان له منځه ځي  او دهيواد دبيلابيلو سيمو داوسيدونکو کورونه ، ټاټوبي  ،څاروي اوکروندي دسيلاونو له امله له منځه ځي اوپه کنډوالوبدليږي.

دولت دمصيبت ځپلو کسانو داحوالو دڅيړنې اودعواملو اوانګيزو دپيژندنې په خاطر کولاي شي په دغه شان شرايطو کې دسرزيانونه  اومالي تاوانونه تريوې اندازې پورې کم کړي  .، په همدې مقصد يې له پيښو سره دمبارزې  اداره جوړه کړه   ددغو پيښو اړخونه دومره پراخ دي چې بياهم دافغانستان اسلامي جمهوريت يې دې ته اړ کړ چې داړوندو ادارو دجګپوړ  استازو په ګډون  له پيښو سره دمبارزې  ملي کميټه جوړه کړه دغې کميټې  چې په سرکې  يې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست مرستيال محمدکريم خليلي  دى په يو لړغونډوکې دژمي اوداورښتونو په فصل کې داړوندو ادارو په تياري باندې ټينګاروکړ چې له موجودو امکاناتو څخه  په استفادي  او دنړيوالې ټولنې دهمکاريو په جلبولو سره دپيښو په مخنيوي کې لازمې هلې ځلې وکړې .

دجمهوري رياست  مرستيال محمدکريم خليلي  ددغې کميټې  په يوه غونډه کې طرحه کړې وه  چې دواوري  ښوئيدنې ، اورښت  اودسيلاونو دراوتلو له امله درامنځته شويو احتمالي پيښو له  زيانمنو شويوکسانو سره په مرسته کې هيڅ راز بي پروايي  نه مني خو وروستيو پيښو اودهيواد په بيلابيلوسيمو کې سيلاونو وښودله   چې له هر راز تياري سره سره  لا تراوسه پورې هم دغې پيښې  قرباني اخلي ، نوڅه ډول   کولاي شو دهيواد جغرافيايي اوجوي حالت په پام کې نيولوسره  دسردزيانونو اومالي تاوانونو کچه ټيټه کړو.

په لومړي ګام کې دى بايد  هغه اداري چې په دې لاره کې کار کوي سمبالي شي ، دهيواد هر ولايت  دى بايد يو هليکوپتر  په واک کې ولري چې له هغه څخه په استفادي سره په ډير لنډ وخت کې  ځان دپيښې ځاي ته ورسوي  او ددې ترڅنګ  چې هغوى ته خوراکي توکي ، شړي  اوروغتيايي   ټيمونه ورسوي  دقربانيانو په ژغورنه کې هڅه او هاند وکړي داکار  له امکان څخه لري نه دى، افغانستان څلور ديرش ولايتونه لري همدا اوس دنړۍ دنږدي دوه څلويښتو هيوادونو پوځيان په افغانستان کې ديره دي که چيري هر هيواد يوه يوه ترانسپورتي  الوتکه په ولايتونوکې له پيښو سره  دمبارزې دملي اداري په واک کې  ورکړي نور دمرستې رسولو  او د ژغورنې دټيم دليږدونې په کارکې ځنډ پاى ته رسول  کيږي .

هغه هيوادونه چې توپاني اودسيلاونو دراوتلو اقليم لري اداري يې ډير پرمختللي تخنيکي اومالي امکانات لري .

په هر صورت  له محدوديتونو اودامکاناتو  دنه شتون سره سره  له پيښوسره مبارزه  دقناعت وړ ده  اوڅومره چې امکانات اوتجيهزات برابرشي  په هماغه اندازه احتمالي زيانونه او تاوانونه کمښت مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته