امنیت

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

-کابل / دوږي ١٩مه /باختر:
درې وسله وال طالبان په هلمند کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان نن  د نادعلي ولسوالۍ يوې سيمې ته د څو ماينونو  په لېږدولو بوخت و چې يوماين وچاوديد.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو  د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې چاودنه کې درې وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کېږي  دغو  وسله والو طالبانو غوښتل په يوسړک  د ماين د ښخولو لپاره دغه ماينونه ولېږدوي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته