امنیت

په بغلان ولايت کې د وسله والو غلو ترمنځ نښته

 کابل باختردسلواغې دمياشتې ١١ :
په بغلان ولايت  د وسله والو غلو ترمنځ د نښتې له امله  دوه تنه  ووژل شول.
دغه پيښه تيره شپه دبنو اندراب د ولسوالۍ  د سرپل په سيمه کې هغه  وخت رامنځته شوه  چې دغو وسله والو کسانو د غلا دمالونو د  ويشلو پرسر له يوبل
سره نښته وکړه.
دبغلان ولايت  د بنو اندراب ولسوال عبدالولي باخترآژانس ته وويل :  چې په دې نښته کې له دواړو لورو څخه   دوه تنه  وژل شوي دي.
ده تائيد کړه چې ددغو وسله والو کسانو ترمنځ  دغلا د مالونو  د ويشلو پرسر مخالفت ر امنځته شو او نښته  يې وکړه.
پوليسو له سيمې څخه يوه  وسله ترلاسه کړې ده خو ددغو وسله والو کسانو دپيژندلو اونيولو لپاره   ددوى هلو ځلو کومه نتيجه  نه   ده ورکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته