امنیت

اته نوي تنه تروريست طالبان د هېواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول

کابل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٤مه :
د هېواد په بېلابېلوسيموکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزوعملياتوپه بهيرکې ٩٨ تنه تروريست طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ چاڼيز او يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د طالبانو د ډلې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون  ٩٨ تنه  ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٣ تنه ټپيان او ٣ تنه نور يې ونيول شول.
دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، غزني، لوګر، خوست، زابل، قندهار، روزګان، بادغيس، بغلان، فارياب، سرپل، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته