امنیت

د دايکندي ولايت د فوايد عامې رييس د اختلاس په تور ونيول شو او په بند محکوم شو

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د دايکندي ولايت د فوايد عامې رييس د نږدې دوو مليونو افغانيو د اختلاس په تور ونيول شو او په پنځه کاله او شپږو مياشتو بند محکوم شو.
خدا داد سيرت پرون د محکمې په لارښوونه د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو او بندي شو.
د را رسيدلوخبرونو له مخې: ددغه سيمه ئيز مسوول د اختلاس دوسيه له شپږوکلونو راپديخوا په محکمه کې تر څيړنې لاندې وه.
د دايکندي ولايت د استيناف محکمې رييس عبدالجليل مولوي زاده باخترآژانس ته وويل چې خداداد سيرت د يومليونو نهه سوه زرو افغانيو د اختلاس په تور د دوى له خوا ونيول شو او د موجودو شواهدو او سندونو له مخې په پنځه کاله او شپږو مياشتو بند محکوم شوى دى.
د دايکندي ولايت د فوايد عامې د رييس محاکمه په همدې اوونۍ کې ترسره شوه خو په هغې کې د خبريالانو دګډون لپاره محدوديت ولګول شو.
په همدې حال کې د دايکندي ولايت يوسيمه ئيز مسوول وايي چې د دغه ولايت د فوايد عامې رييس له واورې څخه د واټونو دپاکولو لپاره د قراردادي کارګرانو پيسې له مرکزي بانک څخه ترلاسه کړې وې او په دغه ولايت کې د يوخپلوان کورته  يي وړې وې.
داپه داسې حال کې ده چې يوځل په دايکندي کې يوې محکمې دغه سيمه ئيز مقام بيګناه بللى و .
نږدي درې کاله مخکې د دايکندي ولايت دعامې روغتيا رييس هم د يو مليون افغانيو د اختلاس په جرم د څه دپاسه يوکال لپاره بندي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته