ورزش

سبا د افغانستان او نيوزيلند ډيره مهمه لوبه ده

– کابل / د لړم١٥/ باختر:
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل آوريز کرکټ د نړيوال جام په سياليو کې سبا له نيوزيلند سره لوبه وکړي.
افغانستان په دويم ګروپ کې د ٤ نمرو په لرلو سره په دريم ځاى کې دى خو نيوزيليند شپږ نمرې لري او په دويم ځاى کې دى.
د کرکت بورد وياند فريد هوتک رسنيوته وويل: نيوزيلند سره لوبه زياته مهمه ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله خپله پنځمه لوبه سبا د نيوزيلند پر وړاندې ترسره کوي. دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره زياته مهمه ده ځکه چې که چېرې هره لوبډله دا لوبه په لوي توپيرسره ګټي نو کولاى شي چې د نيم پايلوبي پړاو ته لاره پيدا کړي.
هوتک ټينګار وکړ چې افغان لوبډلې دې لوبي ته ښه تياري نيولي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته