کابل باختر دوري پنحه ويشتمه :
دارغوان دګلو ملي جشن دسلګونو تنو فرهنګيانو ، شاعرانو او د حکومتي مقاماتو په ګډون په پروان ولايت کې جوړ شو .
دغه جشن دپسرلي او دارغوانونو ګل په هرکلي په پروان او په تيره بيا دګل غونډي په غونډې ددغه ښکلي ګل د پيدايښت په ځاى کې هرکال دهنري ، لاسي صنايعو ، دنندارتونونو په جوړولو ، دموسيقي او د شعر دلوستلو دمراسمو په ترسره کولو سره نمانځل کيږي .
دلومړي ځل لپاره پنځه کاله مخکې په رسمي ډول دارغوان دګلو جشن په پروان ولايت کې داطلاعاتو او فرهنګ دوزارت له خوا ونمانځل شو .
دارغوان دګلو دنمانځني دپنځم کال په مراسمو کې دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه شاعرانو ، فرهنګيانو ، ليکوالانو ، او حکومتي مقاماتو اوخلکو ګډون کړى وو . دارغوان دګلو دميلې دپيل په مراسمو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ،اداري او دګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي ددوديزو ميلو نمانځني او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په دغو مراسمو کې دشاعرانو ، ليکوالانو ، فرهنګيانو او خلکو راټوليدل دملي او فرهنګي ارزښتونو ښکارندوى وباله او هغه يې دملي وحدت دروحيې دټينګښت او دفرهنګ دپراختيا لپاره ارزښتناک وباله .
ميرمن مصطفوي دپروان لرغونيى او بډاې تاريخ او دهغه دلسګونو تفريحي او لرغونو ساحو او دګرځندوى جاذبو ته په اشارې سره وويل تراوسه پورې په هېواد کې دګرځندويانو د جلبولو په زمينه زيات کارونه نه دي ترسره شوي .
له همدې امله داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دکورنيو او بهرنيو سيلانيانو دجذبولو په خاطر دتفريحي او تاريخي ساحو د احيا کولو او پراختيا لپاره دپروګرامونو په جوړولو سره هلې ځلې کوي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينې وويل: دارغوان دګلو ملي جشن دمزارشريف دګل سرخ ، دقندهار دانارو دګل ، په ننګرهار کې دنارنجو دګل ، په ميدان وردګو کې دمڼوګل او په پنجشير کې د توتو دميلې په شان دفرهنګي ارزښتونو ښکارندوى دي .
دغه جشنونه دهېواد دخلکو او قومونو ترمنځ دفرهنګي تبادلې لپاره زمينې برابروي چې دغه بهير د يو په پيژندلو او صميميت او دملي وحدت او همدلي دروحيې په ټينګښت کې اغيزمن دي او ان د دملي وحدت او همدلي دروحيې ګډوډولو په خاطر ددښمنانو دناوړو هدفونو په شنډولو کې اساسي رول لري .
دپروان والي محمد عاصم عاصم په دې جشن کې دهېواد له بيلابيلو ولايتونو څخه دشاعرانو ، فرهنګيانو او خلکو راټوليدل دملي وحدت په لور د افغانستان دپرمختګ ښکارندويى وباله او ددغه جشن له جوړونکو څخه يې مننه وکړه .
دپروان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالواحد هاشم ددغه جشن د جوړولو هدف دطبيعيت نمانځنه سمسورتيا او دژوندانه چاپيريال دادبياتو ودې ته پاملرنه او دهنري او فرهنګي فعاليتونو وو . او ملاتړ ، دسولې ټينګښت او دهېواد دخلکو ترمنځ پيوستون وباله .
ده وويل: په داسې حال کې چې دښمنان هلې ځلې کوي دناوړو دتبليغاتو په ترسره کولو سره دقوم ، ژبې او سمت په نومونو زموږ دخلکو ترمنځ نفاق رامنځته کړي خو دفرهنګي پروګرامونو جشنونو جوړول او دهېواد له ګوټ ګوټ څخه دشاعرانو ، فرهنګيانو او ليکوالانو راټوليدل دخلکو په نږدې والي او دګډ ژونداو پيوستون دروحيې په جوړولو مثبته اغيزه کوي .
ددغه جشن په بهير کې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه په لسګونو شاعرانو خپل شعرونه چې زياتره دسولې ، ګډ ژوند ، پيوستون اوپسرلي په باب ليکلي و ، ولوستل دغه راز دګل غونډې په تفريحي پارک دارغوان ګل دجشن دنمانځنې په مرکز کې هنري ،رهنګي ،رسانه يي او دلاسي صنايعو نندارتونه جوړ شول .
3 2 دقیقې لوستل