امنیت

ملاعبدالولي ووژل شو

کابل باختردکب دمياشتې ٢٠ :

دکندهارولايت دغورک ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال په هلمند کې له افغان ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو.

ملاعبدالولي پرون دسنګين ولسوالۍ په صدو کاريزسيمه کې له افغان امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو.

دهلمنددوالي ويندوى داود احمدي باختراژانس ته وويل  دپلټنې په هغو عملياتو کې چې دملاعبدالولي دنيولو په مقصد ترسره شول افغان امنيتي ځواکونو او ملکې خلکو ته زيان نه دى اوښتي.

ويل کېږي ملا عبدالولي سربيره پردي دکندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال و په سنګين ولسوالۍ کې يې هم دتروريستي فعاليتونو دسازمان ورکولو مسووليت په غاړه درلود.

په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دافغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته