امنیت

پوځيانو د بادغيس قلعه نو- ابکمري لويه لار د طالبانو له شتون څخه پاکه کړه

کابل / د غبرګولي ٢٥ مه / باختر
پوځيان بريالي شول د بادغيس قلعه نو- آبکمري لويه لار د وسله والو طالبانوله شتون څخه پاکه کړي.
د رارسېدلو خبرنوله مخې ؛ دغه لويه لار نن سهار د مسافروړونکو او تجارتي کاروانونو پرمخ بيا پرانيستل شوه.
يرغلګرو درې ورځې وړاندې پر دغې لويې لارې پر امنيتي پوستو په بريد سره ځينې سيمې نيولي وي.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د قلعه نو- ابکمري د لويي لارې د پاکولو په عملياتو کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نورټپيان شول.
هغه وويل ؛ يرغلګرو د پوځيانو د ځمکنيو او هوايي برېدونو په پيل سره وتښتېدل.
د اخترآژانس خبريال له بادغيس څخه خبر ورکړ، د دغه ولايت د قلعه نو- آبکمري لويه لار د مسافر وړونکو او تجارتي کاروانونو پرمخ بيا پرانيستل شوه.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته