کابل باختر د چنګاښ ١٠ :
دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي تيره شپه دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دوى په بدن کې د چاوديدونکو دچاودنې له امله ووژل شول.
دکندزولايت د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين باخترآژانس ته وويل :
دوه تنه ځانمرګي بريدکوونکي چې له ځانمرګو واسکټونو او څو ماينونوسره په يوه موټرسايکل سپاره وو؛ دکندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ځانمرګي واسکټ په چاوديدو سره ووژل شول.
ويل کيږي چې دځانمرګو بريدکوونکوهدف د دشت ارچي د ولسوالۍ په ودانۍ بريد و.
د دشت ارچي ولسوال زياته کړه: دغه دوه تنه ځانمرګي بريدکوونکي د هغو اسنادو له مخې چې ترلاسه شوي دي؛ دواړه وروڼه وو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ