ټولنه

ديوه واټ په پخېدو سره دسرپل پنځلسو زرو کورنيو ته اسانتيا برابره شوه.

کابل / دليندې ٩مه / باختر :
دسرپل ښار دپايين کنت  سړک  په پرانستلو سره د پنځلسو زرو کورنيو دتګ راتګ ستونزې لرې شوې .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې،  دڅوارلسو پلګوټو په جوړولوسره داووه کيلومترو په اوږدوالي ددغه سړک  په پخولو کې دولس ميليونه او شپږ سوه زره افغانۍ لګېدلي دي  چې دملګروملتو دسازمان پرمختيايي ادارې ورکړې دي .
دسرپل والي  عبدالقادر اشنا وايي چې په دې تګلوري کې ځمکه والو خپلې ځمکې  په وړيا ډول دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا ادارې په واک کې ورکړي دي . اشنا له هغو څخه په مننې سره ژمنه وکړه چې دسرپل  دخلکودنورو ستونزو په لرې کولو  کې هم هڅه او هاند کوي .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته