کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٦
دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوال نن په دغه ولايت کې د طالبانو په کمين کې ټپي شو.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل دسيد کرم ولسوال نيازمحمد خليل داحمد آباد ولسوالۍ دسيرکۍ په ساحه کې دوسله والو طالبانو له کمين سره مخامخ شو چې په دې پيښه کې ولسوال او د ده دوه تنه ساتوونکي يې ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ