امنیت

درې ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٣٠ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې  د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملي اردو دمنسوبينو په جلاجلا عملياتو کې  درې ديرش  تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي  ؛ دغه عمليات  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه  دننګرهار ولايت دکوټ  او د کاپيسا ولايت د تګاب دولسواليو دپاکولو په مقصد ترسره شول چې له امله يې درې ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دهغوى دوسلو يوه ډيپو هم له منځه  تللې ده .
د يوبل خبرله مخې ؛ د ٢٠٥ اتل قول  اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې ددايکنډي ولايت دکجران ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړل له امله يې پنځه تنه  وسله وال مخالفين ووژل  شول  او دوه تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته