اقتصاد

په هلمندکې په سلوکې شپيته خلک وزګار دي

کابل باختر د تلي ٢٢ :
د هلمند د اقتصاد رياست د سروې له مخې ددغه ولايت په سلوکې پنځه شپيته خلک وزګار دي .
دهلمند د اقتصاد رييس وايي: د وزګارو کسانو زيات شمېر هغه کسان دي چې د پروژو دکمښت له امله وزګار شوي دي او خپلې دندې يې له لاسه ورکړې دي .
دهلمند د اقتصاد رييس نثار احمد ذهيب احمدي باخترآژانس ته وويل: سره له دې چې دغوکسانو ته دکارموندلو هلې ځلې ترسره شوې دي؛ خو د بهرنيو مرستو د کمښت له امله دوى نه شي کولاى برياليتوب ولري .
داقتصاد خرابوالى، نا امنۍ او تاوتريخوالى نشه يي توکوته د ځوانانو دمخه کولوسبب کيداى شي.
د اقتصاد د رييس دڅرګندونو له مخې: له هغه وروسته چې بهرني عسکر په هلمندکې زيات شول؛ نه يواځې يو شمېر پروژې تر کار لاندې ونيول شول، بلکې امنيت هم په نسبي ډول په زياتوسيموکې تامين شو. خو له هلمند څخه ددغو ځواکونو په وتلو سره کاري پروژې يې هم پاى ته ورسيدې او هغه کسان چې  په دغو پروژوکې په کار بوخت وو؛ وزګار شول.
دهلمند ولايت د امنيت آمرجمعه ګل همت وايي: زياتره وزګار شوي خلک دجګړه مارانو له ليکو سره يوځاى شوي او په وروستيو نا امنيوکې  لاس لري. 
دهلمند دکار او ټولنيزو چارو درياست مقامات وايي: سره له دې چې په تيرو يوولسوکلونوکې موږ په خپل هيوادکې د زياتو نړيوالو مرستو شاهد وو؛ خو د هلمند په سلوکې پنځه شپيته خلک وزګار او ددغه ولايت د بې وزليۍ کچه لوړه شوې ده .
دوى وايي: که چيرې حکومت اونړيواله ټولنه دصنعت په برخه کې د افغانستان خلکو ته پروژې پيل کړې واى؛ نه يواځې خلک له وزکارتيا څخه نه ځوريدل  بلکې دهيواد اقتصاد هم وده کوله .
ديادونې وړ ده چې له دولسو کلونو راپديخوا د سلګونو مليونو  ډالرو په لګښت يو شمېر پروژې په هلمندکې ترسره شوې دي، خو ددغه ولايت اوسيدونکي وايي دوى د داسې پروژې شاهدان نه و چې د دوى اقتصاد وده کړاى واى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته