سیاست

د افغانستان دسولې له خبرو څخه دملګروملتو دسازمان ملاتړ

 نيويارک ايرنا  باختر دچنګاښ دمياشتې ١٨ :
د ملګرو ملتو دسازمان  سرمنشي بان کي مون دافغانستان دحکومت دمقاماتو  او دافغانستان دطالبانو داستازو ترمنځ دخبرو  ملاتړ  وکړ  او دغه اقدام يې  په افغانستان کې د نا امنيو دپاى ته رسولو لپاره ددغه هېواد دخلکو غوښنو ته يو ځواب وباله .
د ايران د دولتي خبري آژانس  دخبرله مخې :   د ملګرو ملتو  دسازمان وياند  ستيفن  دوجاريک  پرون په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې بان کي مون  د يوې وينا په خپرولو سره دافغانستان دحکومت  او دطالبانو داستازو ترمنځ دسولې د خبرو   دترسره کولو ملاتړ کړى دى.
ده وويل:
بان کي مون په دې وينا کې ويلي دي: هر راز هلوځلو او خبرو چې دافغانستان د حکومت او ملت له خوا په دغه هېوادکې د سولې او آرامۍ د ټينګښت په مقصد ترسره کيږي؛ ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته