ټولنه

اغاخان دبنسټ له خوا دبدخشان په څلورو ليسو کې د وړکتونونو جوړول

کابل باختر د غبرګولي  پنځمه :
دفيض اباد ښار په څلورو ليسوکې دځينو بنسټونو په همکارۍ  وړکتونونه جوړ شول .
دبدخشان ولايت دپوهنې رياست سرپرست عبدالحي انتظامي دباختراژانس خبريال ته خبرورکړ :دغه وړکتونونه  په هغو ليسو کې جوړ شوي دي  چې زياتره ښوونکي يې ښځينه دي .
ده زياته کړه  :که چيرې  دښوونکو ماشومان  مصوون وي له يوې خوا دزده کړې له بهير سره مرسته  کيږي اوله بله پلوه ماشومان يې په سالم  ډول روزل کيږي
داغاخان  دروغتيايي دفتر مسوول ډاکتر شمس علي  شمس وويل: د اغاخان دفتر په سرحدي ولسواليو کې دوړکتونونو دکار په برخه کې لس  کلنه تجربه لري   دى چمتو دى  چې دماشومانو د مصوونيت دظرفيت په لوړولو کې داسې روزنيز پروګرامونه په پام کې ونيسي چې له نړيوال ستندرد سره سمون ولري .
دغه وړکتونونه  هريو دشلو ماشومانو ظرفيت لري .
ديادونې وړ ده چې ددغو وړکتونونو  سامان الات ، فرش ، ګاز ، زانګو او رونيز وسايل  داغاخان دفتر برابر کړي دي اوددغه ولايت دکار او ټولنيزو  چارو رياست په دغو څلورو وړکتونونو کې څلور تنه استادان استخدام کړي . دي او دمعاشونو ورکول يې په غاړه اخيستي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته