کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
دملي اردو ٦ منسوبان پرون په غزني کې شهيدان شول .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې طالبانو دغه سرتيرې دغزني داندړو ولسوالۍ په ناني ساحه کې له موټر څخه ښکته کړل او په ډزو سره يې شهيدان کړل
ويل کېږي چې دغه سرتېرو په جنوبي ولايتونوکې دنده درلوده.
ختم_ شکريه _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ