امنیت

شپږ تنه وسله وال مخالفين په لوګرکې ووژل شول

پل علم باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
شپږ تنه وسله وال مخالفين تېره شپه د لوګر ولايت په مربوطاتوکې ووژل شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل  چې دغه ډار اچوونکي د بهرنيو هوايي ځواکونو په ملاتړ د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول او اوولس تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول.
په لوګر ولايت کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په مقصد د امنيتي ځواکونو عمليات له دوو اوونيو را په دې خوا زور اخيستى او وسله والو مخالفينو ته يې د سر دروند زيان اړولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته