امنیت

دهېواد په ختيځ کې ديولړ چاودنو مخنيوي .

کابل باختر دسلواغې  نهمه :
  دهېواد په ختيځ کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار  دکونړ او نورستان په ولايتونوکې  څه ناڅه اته ماينونه کشف اوشنډ کړل .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې دغه ماينونه دوسله والو طالبانو له خوا دکونړ او نورستان دولايتونو په ګن ميشتو سيموکې ځاى پرځاى کړى شوي و .
ده وويل: وسله والوطالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يولړ مرګانۍ  پيښې  رامنځته کړي خو بريالي نه شول .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته