ټولنه

لوى څارنوال محمد اسحق الکو دټپيانو پوښتنه وکړه

٤١-کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه

  دهيواد لوى څارنوال دابو الفضل العباس په زيارت کې د حسيني عاشورا په زړه بوږنوونکي  پيښه کې دټپيانو دپوښتنې تر څنګ اعلام وکړ هغو کسانو ته چې  په پيښه کې  له څارنوالي سره  مرسته وکړي پنځه مليونه افغانۍ دجايزې  په ډول ورکول کيږي  .

 دباختر اطلاعاتي اژانس دلوي څارنوالي اداري دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، دابو الفضل  العباس په زيارت کې دحسيني   دويرجنو په تروريستي  بريدکې له وروسته يې  چې دوه سوه تنه  ويرجن يې په وينو او خاورو کې ليت پيت کړل جمهور رييس حامدکرزي دهيواد دلوى څارنوال په مشرۍ يو هيئت موظف کړ چې ددغې پيښې څرنګوالي وڅيړي ، عاملين يې وپيژني او سزا ورکړي له بله پلوه دپيښې دوه تنه ټپيان د پيښې بهير داسې بيانوي .

 دغرمي مخکې  شاوخوا يوولس بجې وي چې دلوګر دخوشي ډله راغله اوهغه چاچې بارلوسته له هغه وروسته چې لومړي بار يې ولوست او ددويم بار دلوستلو په حال کې و چې ناڅاپه  دچاودنې غږ  واوريدل شو، بي هوښه شوم  او نور پوه نه شوم خو له هغه وروسته  چې  په هوښ راغلم ومي ليدل چې ټپي يم .

  په همدې حال کې  محمد اسحق الکوچې دتحقيق دهيئت مشرتوب په غاړه لري  وايي دغه زړه بوږنونکي  پيښه دافغانستان  دقسم خوړلو دښمنانو له خواطرحه او  ترسره   شوې ده . دهيواد لوى څارنوال دغه راز څرګنده کړه: دهيواد دابادي او امنيت دښمنان تل په کمين کې ناست دي .

  ده وويل: ددغې  څيرني په بهير  دوه اساسي برخې شته  يوه خپله دپيښې دعاملينو دګام په ګام  دڅارنې موضوع او د هغوى نيول دي .

 په همدې حال کې الکو له ټولوديندارو  هيوادوالو څخه  وغوښتل چې ددغې پيښې دعاملينو او طراحانو د پيژندلو  په لاره کې هر راز معلومات چې ولري  له  ٠٧٨٦٢٩٦٦٦٦ او ٠٧٨٩٤٩٢٨٢٨تيلفونونواو دلوى څارنوالي  دايمل [email protected]  سره  اړيکي ونيسي او په دې باب لازم معلومات وړاندي کړي .

  دهيواد دلوى څارنوال  دڅرګندونوله مخې، خبر ورکوونکي  ته پنځه مليونه افغانۍ انعام ورکول کيږي او دغه راز هويت يې پټ پاتې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته