کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٦ مه
د لغمان ولايت د ترافيکو مديريت مسوولين وايي نن سهار د ۹ بجوپه شاوخواکې د کابل – جلال اباد په لویه لاره د عزیز خان کڅ په سیمه کې یو کرولا موټر له يوه پلګي سره ټکروکړ ، یو نارینه چې خپله موټرچلوونکي هم و شهيدشو او د دې تر څنګ درې میرمنې او یو ماشوم چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي په کې ټپيان شوي دي ټپيان عزیز خان کڅ په کلینیک کې له لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته ليږدول شوي دي.
دغه کسان چې له کابل څخه جلال اباد ته روان و،د بغلان ولایت اصلي ا وسيدونکي دي او اوس په ننګرهار کې اوسېږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ