کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
په نورستان ولايت کې تيره شپه ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي د طالبآنو له خوا د توغول شويو توغنديو دلګيدو له امله ټپيان شول .
دنورستان والي حافظ عبدالقيوم دباختر آژانس خبريال ته وويل : طالبانو د دو آب په ولسوالۍ دتوغنديو بريدونه وکړل چې يو يې داستوګنې په يو کور ولګيد چې له امله يې دوه نجونې دوه هلکان او د دوى مور اوپلار ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه په دې پيښه کې د دوى کور په بشپړه توګه ويجاړ شوى او ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ