امنیت

دطالبانو يو قوماندان او دوه تنه مالي مسوولين په کندهار کې ونيول شول

دکندهار ولايت په ژيړۍ  ولسوالۍ کې دطالبانو دوه تنه مالي مسوولين او ددوي يوبل قوماندان  پرون  دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .

 دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دژيړۍ ولسوالۍ په سنځري  او کنديالي ساحو کې دپوليسو په عملياتوکې دطالبانو دوه تنه مالي مسوولين فيروزجان او عبدالله او ددغې  ډلې يوقوماندان  عبدالخالق  ونيول شول .

  دخبرځاى د څرګندونو له مخې  په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې او مهمات هم دافغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا