
دپاکستان خبري شبکې جيو دخيبر _ پښتونخوا ايالت دکرمې ايجنسۍ په بيلابيلو سيموکې له امنيتي ځواکونو سره دنښتې له امله دڅه ناڅه پنځه ديرشو تنو تند لارو دوژل کيدو خبر ورکړ .
ددي نيوز انترنشنل ورځپانې دخبر له مخې دغه نښته پرون ناوخته له هغه وروسته پيل شوه چې امنيتي ځواکونو دتند لارو پرپټنځايونوبريد وکړ .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې امنيتي ځواکونو دتند لارو په څو پټنځايونو بريد وکړ چې پر وژل شويو سربيره دتند لارو پنځه پټنځايونه هم ويجاړ شوي دي .
په دې نښته کې دغه راز دوه تنه پاکستاني افسران وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان شوي دي .