جامعه

ديني عالمانو مسلمان خلک دروژې په مبارکه مياشت کې همکارۍ او ديوبل منلو ته راوبلل .

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
دجوماتونو ملا امامانو خطيبانو او واعظانو نن دجمعې دنمانځه له اداکولو مخکې دروژې مبارکه مياشت دفضيلت  ، خير اوبرکاتو او دمسلمانانو ترمنځ دسولې او پخلاينې  مياشت وبلله او له بي وزلو او اړوکورنيو اوخلکو سره يې په مرستې اوهمکارۍ باندې ټينګار وکړ.
دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې، دجوماتونو ملا امامانو او واعظانو وويل، دروژې دمبارکې مياشتې   ډير ستر فضيلت دقران عظيم الشان نزول دى چې لوى خداى ( ج )  دبشر دلارښوونې لپاره داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص) ته وليږه .
واعظانو دروژې دمبارکې مياشتې دنورو فضيلتونو دبيانولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې اړو او بي وزلو کسانو ته د خپل مال او شتمنۍ دذکات ورکول داسلام دمبين دين يو رکن دى اوبايد هر مسلمان دخپلو مالونو او شتمنيو دذکات  ورکولو ته محتاد واوسي .
ديني عالمانو دهيواد اوسنۍمسئلې هم بيان کړې او دجمهوري رياست دانتخاباتو په  بهيرکې  له شاملو اړخونو څخه يې وغوښتل چې دهيوادنيو ، ديني اووګړنيو  ارزښتونو په پام کې نيولو سره دې دروژې په دې مبارکه مياشت کې درامنځته شويو ستونزو په حل کولو لاس پورې کړي او له هر راز عملونوڅخه چې تاوتريخوالى او ناخوالي ځان پسې ولري او دګرانو هيوادوالو دځورونې او انديښنې سبپب شي ډډه وکړي .
دغه راز ددولت له وسله والو مخالفينو څخه هم وغوښتل شول چې له جګړې  او تاوتريخوالي څخه ډډه وکړي ځکه  دروژې مبارکه مياشت دسولې ، پخلاينې  ، ديوبل منلو اوله ګناهونو څخه ډډې کولو او دتوبې مياشت ده او بايد په دې مبارکه مياشت کې مسلمانان خپل زيات وختونه په عباداتو او له يوبل سره په همکارۍ  او مرسته کې تير کړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا