سیاست

اعلاميه

کابل باختر د وري  څلورمه :
د مشرانو جرګې اعلامیه
د ملی شورادمشرانو جرګه د هلمند ولايت پر مرکز لښکرګاه ښار کې د سولې او انسانيت د دښمنانو له خوا تروريستي برید چې له امله يي ۱۴ ملکي وګړي شهيدان او پنځه څلويښت تنه ټپيان شول؛ په کلکو ټکو غندي او د دغو ناروا جنايتونو په عاملينو باندې لعنت وايي.
د ملي شورا مشرانو جرګه په ورزشي لوبغالو او ملکي وګړو باندې بريد جنګي جنايت بولي او د پرديو د جاسوسانو او ترهګرو دا ډول بريدونه او عملونه په کلکو ټکو غندي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار او د مجلس غړو د يادې پېښې او هېواد کې د نورو ورته پېښو د قربانيانو کورنيو ته د ډاډګېرنې دمراتبود څرګندولو تر څنګ ټينګار کوي،چې د هېواد کشفي او استخباراتي دستګاوې دي د پردي پاله کړیو د دا ډول له دښمنۍ ډکو کړنو په شنډولو، د ښاريانو او په ځانګړې توګه د لوبغالو د امنيت په ټينګښت کې ځانګړې تدبيرونه ونيسي، ځکه د افغانستان د خلکو دښمنان د هیواد د امنيتي ځواکونوله لوري له مرګونې ماتې سره مخامخ دي او دوی د غچ اخيستنې په موخه د ملکي خلکو پر ضد په دې ډول اسلامي او بشري ضد عملونو لاس پورې کوي.پاى- ع
 

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا