امنیت

په سمنګانو کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان واوښت

کابل / د وري٢٢مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانو کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمنير رحيمي باخترآژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د خرم سارباغ ولسوالۍ په پشت بند کلي کې د ګډو امنيتي ځواکونو دهدفمندو عملياتو په پايله کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتو کې يو وسله وال طالب د پوليسو له لورې اسير شو او دهغوى دوه مړي او يو شمېر جنګي وسايل د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په اړه يې څه نه دي ويلي .
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا