امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې ووژل شول

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
په فراه ولايت کې د خنجر په نامه د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دملي اردو ځواکونو د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د فراه ولايت د بالا بلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د خنجر په نامه چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې دغه راز يوه اندازه وسلې، مهمات او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: درې تنه وسله وال طالبان د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول او يو شمېر وسله وال طالبان ټپيان او د دغې ډلې يو شمېر نور د پيښې له سيمې څخه وتښتيدل.
په دغو عملياتوکې د درندو وسلو مهمات او نور جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته