امنیت

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه
د وسله والو طالبانو د مهماتو يوه ډيپو پرون په نيمروز ولايت کې کشف شوه.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ابراهيم اميني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د وسله والو طالبانو د مهماتو دغه ډيپو د دغه ولايت د چهاربرجک په ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې کشف شوه.
اميني وويل: له دغې ډيپو څخه د هاوان ٢١ماينونه، د ٨٢ ملي متري توپ ٧ګولۍ، د داشکې ٣٥٠ ګولۍ، ١٠٠ لاسي بمونه او د وسايط ضد درې ماينونه ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته