سیاست

ايران ته دقضايي هيئت د سفر نتيجې وڅيړل شوې

کابلباختردجوزا١٥
قاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي دعدليې له وزير،دبهرنيو چارو اودکورنيو چارو د وزارتونو له معينانو ، دلوى څارنوالي له مرستيال او له نورو اړوندو مقاماتو سره په غونډه کې دايران اسلامي جمهوريت ته دهيواد د عدلي اوقضايي ارګانونو دجګپوړې هيئت د وروستي سفر نتيجې او ارزښتونه وڅيړل.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې دسترې محکمې په مقرکې جوړه شوه لومړى قاضي القضات دهيئت دسفر په باب چې د ايران داسلامي جمهوريت دقضا ئيه قوې درئيس ايت الله صادق لاري جاني په رسمي بلنه شوى و ، رڼا واچوله اودهغو کاري کتنويادونه يې وکړه  چې دسفر په بهير کې ددغه هيواد دقضائيه قوې له رئيس ، د بهرنيو چارو له وزير ،لوى څارنوال ، دعالي ديوان له رئيس ، دعدليې له وزيراودجيلو نو دسازمان له رئيس اودتاميناتي اوروزنيزو اقداماتو له مسولينو سره شوي دي .
قاضي القضات زياته کړه، ددغه سفر هدفونه دقضايي همکاريو جلبول ،ددواړو دولتونو ترمنځ دلاسليک شويو موافقه ليکونو په تيره بيا دمجرمينو د استرداد دموافقه ليکونو عملي اجرا کول اود محکومينو ليږدونه ،افغان مهاجرينو ته داسانتياو دبرابرولوپه تيره بيا په اعدام اوبندمحکومو اومتهمو کسانو ته داسانتياو د برابرولو په باب خبرې اودهغوى د مجازاتو په ټا کنه کې درافت عملي کول اودهغونورو اقداماتو رعايتول وچې د هغوى دقانوني حقوقو د تامينولو متضمن دي چې په جلا جلا ډول د ايران له بيلا بيلو مقا ماتو سره طرحه شول.
افغاني هيئت وکولي شول په دې سفرکې چې په خپل ډول کې دافغانستان د جګپوړو عدلي او قضايي مقاماتو لومړنۍ سفرو،ددوستانه او ورورګلويزو خبرو باب پرانيزي اوددغه هيواددواکمنو مقاماتو پا ملرنه دطرحه شويو ستونزو اوشخړو حل کولو ته واړوي  لکه څنګه چې د ايران دقضا ئيه قوې رئيس ددواړو هيوادونو د هيئتونو غونډې اوخبرې اغيزمنې اوګټورې و بللې اودهراړخيزو قضايي همکاريو د ژمنې په ترڅ کې په ابدي او اوږدمهالو بندونو محکوم او په اعدام د محکومو افغان بنديانوددوسيودڅيړنې لارښوونه وکړه اودمجرمينوداسترداد اودمحکومينو د ليږدونې د موافقه ليکونو دعملي اجرا کولو په اړتيا باندې چې لومړي ډله يې ليږدونې ته چمتو شوې ده ژمنه وکړه اودافغان بنديانو دهويت دتشخيص اوددوسيو دتفکيک اودمحکومينودليږدونې دعملي ميکانيزمونو دطرحه کولوپه لاره کې د ګډ هيئت دټا کنې په باب موافقه څرګنده کړه .
قاضي القضات په دې غونډه کې دعدليې اود کورنيو چارو له وزيرانو ،لوى څارنوال اودبهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې هغو موافقو ته په پاملرنې سره چې په دې سفر کې شوي دي او هغه زمينه چې برا بره شوې ده له ديپلوماتيکي لارې دايمي اړيکې وساتي او په ايران کې د افغان مهاجرينو اوبنديانو دستونزو په عملي حل کولو کې خپل وظيفه وي مکلفيتونه په پرله پسې او دايمي ډول ترسره کړي  اودنظر وړ د کميسيون د جوړولو کاردې ګړندى کړي اوهم دکورنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل شول چې په افغانستان کې دايراني بنديانو لست برابرکړي اوددغو بنديانو په باب ددوه اړخيزو موافقه ليکونو د رعايتولو څرنګوالي دې له اړوندو عدلي مرکزونو سره په همغږي کې په جدي توګه وڅيړي چې دايران دښه نيت په بدل کې ورته چلند عملي شي اوپه ټوليزه توګه له دغه حالت څخه ددواړو اسلامي هيوادونو د اړيکو په ښه والي کې زيا ته استفاده وشي.
دغونډې په پاى کې برخه والو غړو ژمنه وکړه چې ددغه بهير په تعقيبولوکې د تخنيکي اواداري ستو نزو په حل کولو سره لازم اقدا مات اوا جرا ات کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته