امنیت

په هلمند کې دچاودنې له امله لس تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل- باختر دلړم اتلسمه:
په هلمند ولايت کې د چاودنې له امله لس تنه ملکي وګړي ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول .
  دغه پيښه نن سهار دموسى کلا ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت وشوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يوموټر په واټ کې پر ښخ کړاى شوى ماين وخوت .
دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى فريد فرهنګ باختر اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .
ويل کيږي چې دوى په يو واده کې دګډون نيت درلود چې دسپرلۍ موټر يې په واټ کې  پر ښخ  کړاى شوى ماين وخوت .
  فرهنګ تاييد کړه چې څلور ښځې اويو ماشوم هم د دغې پيښې په قربانيانو کې شامل دي .
ده وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول وبلل .
له بلې خوا دهلمند په يو روغتون کې ډاکترانو د دغې پيښې دڅلورو تنو ټپيانو حالت خراب وباله .
په بغلان ولايت کې هم نن سهار دبم د چاودنې له امله يوملکي وګړى چې ويل کيږي دوکاندار  و؛ وژل شوى دى.
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګن ميشتو لارو په ماين ښخوولو لاس پورې کوي؛ هغه ماينونه چې زياتره ملکي وګړي پکې وژل کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته