امنیت

يوه زياته اندازه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول .

کابل باختر دوږې  اوومه :
يوه زياته اندازه نشه يي توکي پرون دلوګر ولايت په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه شول .
دغه توکي دننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې بار شوي و او ټاکل شوې وه  چې دلوګر ولايت له لارې کابل ته وليږدول شي .
دلوګر ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد داود احمدي دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په يو زرو شپږ سوه کيلوچرسو  بار موټر چلوونکى نيول شوى دى
ده وويل چې دنشه يي توکو انډې په مهارت سره په يوه بار وړونکي موټر کې تر خاورو لاندې ځاى پرځاى کړى شوي و او ټاکل شوې وه دلوګر ولايت له لارې له ننګرهار څخه کابل ته وليږدول شي .
دغه نشه يي توکي دملي امنيت او دملي پوليسو دمامورينو په ځانګړو عملياتو کې کشف او ترلاسه شوي دي
  دغه راز امنيتي  مامورينو دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښار پورې اړوند په پشتون اباد  سيمه کې يوځانمرګي واسکټ  کشف او ترلاسه کړ .
ددغه ځانمرګي واسکټ په تور څوک نه دى نيول شوى خو ويل کيږي چې ټاکل شوې وه په دغه واسکټ  سره په لوګر کې تروريستي پيښه رامنځته شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته