خبرونهاقتصاد

د سمنګانو د مستوفیت عواید د تېر کال په پرتله ۳۷ میلیونه زیات شوي دي

کابل / د وري ۸ مه / باختر

د سمنګانو ولایت د مستوفیت چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله یې ۳۷ میلیونه عواید ډېر شوي دي.

د سمنګانو د مستوفیت د عوایدو آمر محمد داؤد خالقیار وايي چې په تېر ۱۳۹۹ کال کې یې ۱۶۶میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي و؛ خو په ۱۴۰۰ هجري شمسي کال کې یې ۲۰۳ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي، چې د تېر کال په پرتله په کې ۳۷ میلیونه ډېر والی راغلی دی.

ښاغلي خالقیار د عوایدو د ډېر والي لامل د قانون ښه پلي کول، د نویو عایداتي سرچینو موندل او د مستوفيت هڅې وبللې.

په خبره یې، دغه عواید د تصدیو، معاشونو، مخابراتو، د دولتي ځمکو او کورونو د کرایې، د پېژند پاڼې او پاسپورټ، ټرانسپورټ او د نفوسو د احوالو د ثبت له لارې ترلاسه شوي دي.

احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته