ټولنه

په بيځايه شويو کسانو داړتيا وړ لومړنيو موادو ويش

کابل  باختر دکب دمياشتې١٨:
دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې  په څه دپاسه دوه  زره بيځايه شويو کورنيو د لومړنيو  اړتيا وړ  توکو ويش  پرون پيل شو.
دغه کسان دجګړوله امله ددغې ولسوالۍ  له بيلابيلو سيمو څخه  بيځايه او ددغې ولسوالۍ په نورو ساحو او د کندز ولايت په مرکز کې ځاى پرځاى شوي و.
دامام صاحب ولسوال امان الدين قريشي دباخترآژانس خبريال ته وويل:
په دغو توکو کې چې  له پيښو سره دمبارزې وزارت او دکندز ولايت دمقام له خوا برابر شوي و ، اوړه ،  غوړي ، وريجې او خرما شته  چې دولايتي شورا درئيس   ، له  طبيعي پيښو سره دمبارزې رياست او دمهاجرينو دراستنولو دچارو  درياست داستازو په وړاندې په بيځايه شويو کسانو وويشل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛چې په نورو اړو او بيځايه شويو کسانو دمرستو دويش لړۍ دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته