سیاست

دناټو کنفرانس به څوشيبې وروسته دامريکا په شيکا ګو ښار کې ترځانګړو امنيتي تد بيرو نو لا ندې جوړ شي .

کابلباخترد غويي٣١ مــــــــه 

ټاکل شوې ده د نا ټو  د مشرا نو کنفرانس په سيمه ييز وخت نن له غرمي مخکې چې په کا بل کې به شپه وي دامريکا په شيکا ګو ښار کې جوړ شي .

دامريکا له شيکا ګو ښار څخه د باختر ا ژانس د استول شوي خبريال نجيب الله بيان دخبر له مخې، په شيکا ګوښار کې په کلي تو ګه اود کنفرانس د جوړولو دسا حې په شا و خوا کې په ځانګړى تو ګه امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي او شيکا ګو ته د برخه والو هيا تو نو د رسيدو لړي د وام لري .

دافغانستان داسلامى جمهوريت په جمهور رئيس حامد کرزي سربيره دامريکا، ترکيې ، اود پا کستان جمهور رئيسان ، د نا ټو دسا زمان سرمنشي او يو شمير نورشخصيتو نه شيکا ګو ته رسيد لي دي .

ټا کل شوې ده حامد کرزي د مشرانو د غونډې له پيل کيدو مخکې  د پاکستان له جمهور رئيس اصف على زر داري سره و ګو ر ي.         

په دې کتنه کې به  دسو لې د عالي شورا رئيس چې شيکا ګو ته په سفر کې د جمهور رئيس کرزي ملګر تيا کوي هم برخه وا خلي .

 دغه راز د ا مريکا له جمهور رئيس بارک او باما سره د حامد کرزي کتنه هم تجويز شوې ده.

مخکې له دې دافغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس د ترکيې له جمهور رئيس عبد الله ګل سره اوږدې خبرې و کړې.

ويل کيږي چې د وا ړه جمهو رئيسا ن د افغا نستان  او تر کيې ترمنځ په يو سترا تيژيکى سند د لاسليک په باب موافقې ته ورسيدل .

له بلى خوا دناټو سر منشي راسموسن چې په شيکا ګو کې دى د مشرانو د غونډې له جوړيدو مخکې چې ددغه تړون د پاليسي د چارو په يوه غونډه کې يې خبري کولي ټينګار و کړ چې نه شو کولاي د افغانستان ستونزه د پا کستان له مثبتې همکارۍ پرته حل کړو .

 ده له پا کستان څخه وغو ښتل چې په افغا نستان کې دسو لى او ثبات په لاره کې د هلو ځلو ملا تړ وکړي او په دغه هيواد کې د ترورستا نو دپټنځايو نو په له منځه وړلو کې جدي اقدا ما ت و کړي

 دشيکاګو په کنفرانس کې به د ناټو د اته ويشتو غړو هيوادو نو جمهور رئيسان او مشران د نړۍ د يو زيات شمير نورو هيوادو نو د  مشرا نو ترڅنګ برخه وا خلي چې په دې کنفرانس کې د کتوونکو او ميلمه په تو ګه ګډون کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته