امنیت

طالبانو په ښرنې ښار کې درې ښوونځي په بمونو الوزولي

ښرنه  باختر  د وږي ۱۳ مه
د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې تېره ورځ نا معلومو وسله والو درې لېسې  په ماينونو الوزولې چې له امله يې زرګونه زده کوونکي يې له زده کړې څخه پاتې شوي دي.
په داسې حال کې دغه ښوونځي په نښه کېږي چې دوه ورځې وړاندې د ملی امنيت د ځواکونو له لوري د  وسله والوطالبانو د پوهنې مدير له يو بل ملګري سره يو ځای له يوې لنډې نښتې وروسته ژوندي نيول شوي او وسله والو طالبانو د يادو کسانو د خوشې کولو په موخه د ښوونځيو مسوولينو ته ګواښونه هم کړي وو.
د مرکز ښرنې د حضرت بلال د لېسې مدير عبدالحميد وايي چې، وسله والو طالبانو درې ورځې وړاندې ورته ګواښ کړی چې تر هغو د دوی نيول شوی مدير خلاص شوی نه وي دوی به لېسو ته نه ځي.
هغه وويل چې دوی دغه ستونزه د پوهنې ریاست او نورو اورګانونو سره شريکه کړې وه خو دهغوۍ له لوري ورته ويل شوي چې ښوونځي به خلاص وي اوهيڅوک حق نه لري چې لېسې وتړي.
سرچينې وويل چې وړمه شپه د حضرت بلال نمونوي لېسې د ودانۍ په منځ کې ماين ايښودل شوی و چې سهار يې چاودنه کړې او له امله يې د دې لېسې د ودانۍ دروازې، کړکۍ او ځينې نورې برخې خرابې شوي دي.
دحضرت بلال د لېسې د والدينو د شورا يوه غړي حاجې شمس الحق بیا وويل چې امنيت ملی دوسله والو طالبانو دپوهنې مدير نيولی اوس هغوۍ له ښوونکو او قومي مشرانو غوښتي چې ترڅو ياد کس ورته را خلاص نه شي ښوونځيو ته به نه ځي.
د سيد جلال بخاري لېسې امر  وويل چې د حضرت بلال او سيد جلال بخاری لېسو کې بمونه الوزل شوي او د خواجه خيل لېسه په توغنديوويشتل شوې چې اوس هم يادې لېسې د زده کونکو پرمخ تړلې دي.
د امنيې قوماندانۍ د تروزيزم امرممتاز وويل چې دوی په دې اړه لا له وړاندې هم معلومات درلودل چې وسله وال طالبان غواړي ښوونځي په نښه کړي.
د پوهنې رېيس محراب الدين شفق هم مني چې درې ښوونځي د وسله والو له لوري په نښه شوي دي.
هغه وويل که وسله والو طالبانو دغه کار نه وي کړی نو دوی ته دې معلومه کړي چې دا کار چاکړی ځکه لا له وړاندې د دوی ښوونکو ته د وسله والو طالبانو له لوري اختارونه ورکړل شوي دي.
اوس د  سیمې  اوسیدونکي وايي چې په  لوی  لاس نه شي کولای  چې د خپلو  بچیانو ژوند له خطر سره  مخامخ  کړي.
دوی وايي تر هغو به خپل بچیان ښوونځیو ته ونه لېږي  ترڅو چې  یادې ستونزې ته د حل لار نه وي لټول شوي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته