سیاست

حامدکرزي: په افغانستان کې دهند دپانګې اچونې ښه فرصتونه برابر شوې دي

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي دهند د صنعت کارونو دکنفدرانسيون له غړو سره چې دهند دسوادګرۍ او صنايعو دخونو اتحاديه او سوداګرۍ او صنايعو دخونو دپيوستون ټولنه پکې غړيتوب لري؛ وکتل.
په دې کتنه کې چې پرون دهندوستان په ممبى ښارکې وشوه، دهيواد جمهور رييس وويل: زه دلته له افغانستان څخه په يو پيغام سره راغلى يم او هغه دا چې تاسوته ډاډ ورکوم چې زموږ په هيواد کې دمناسبې پانګې اچونې فضا برابره شوې ده او په افغانستان کې دهند دپانګې اچونې ښه فرصتونه برابر شوې دي.
جمهور رييس هندي پانګې اوجوونکو ته په خطاب کې وويل: موږ په افغانستان کې دپانګې اچونې په لاره کې تاسو ته سور فرش غواړو، نو بيړه وکړئ او په افغانستان کې دپانګې اچونې له فرصتونو څخه استفاده وکړئ، ځکه دا د دواړو هيوادونو په ګټه دي .
حامد کرزي دافغانستان ارزښټ او په هيواد کې دپانګې اچونې ښو زمينو ته په پاملرنې سره وويل: افغانستان دګاز ،تيلو او د نورو قيمتي موادو دمنرالى منابعو بډاى هيواد دى چې صنايع ورته اړتيا لري.
هندوستان په ښه دريځ کې دى چې دافغانستان له بډايو منابعو سره دخپلې پرمختيا لپاره استفاده وکړي .
جمهور رييس له افغانستان سره دهند مرستونه په اشارې سره څرګنده کړه: هندوستان په اصل کې د دونر يو هيواد نه دى؛ خودظرفيت جوړولو،افغان ځوانانو ته د زده کړو د زمينې د برابرولو ،سړک جوړولو په تېره بيا د زرنج-دلارام دسړک جوړولو او دبريښنا انرژي په ګډون، دافغانستان دبېلابېلو برخه په بياجوړولوکې دڅه دپاڅه دوو ملياردو ډالرو مرسته کړې ده،دافغانستان خلک په دغو خبرو نه يواځې خبردى، بلکې له دې امله مننه او قدرداني کوي.
جمهور رييس په دې ترڅ کې چې په وروستيو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې دهيواد پرمختګونه مثبت وبلل او هندي پانګې اچوونکو ته يې ډاډ وکړ او ويې ويل: تاسې په افغانستان کې دخپلې پانګې اچوونې په خاطر انديښنه مه کوئ؛ زه تاسوته ډاډ ورکوم چې نه يواځې دافغانستان قوانين، بلکې دافغانستان حکومت اوخلک به هم په دې لاره کې له تاسو سره ملګرتيا وکړي.
په دې کتنه کې دهند دصنعت او سوداګرۍ وزير آنندشرما وويل: هند له افغانستان سره لرغونې تاريخي اړيکې لري چې څو پيړيو ته ستنيږي او دهمکار او متحدپه توګه دترقي او پرمختګ په بهيرکې له دغه هيواد سره مرسته کوي.
ده زياته کړه: افغانستان دشپاړلسو ملياردو ډالرو مرستو د زيات جذب ظرفيت لري چې نړيوالې ټولنې دتوکيو په کنفرانس کې دبدلون په لسيزه کې له دغه هيواد سره مرسته کړې ده .
شرما په دې ترڅ کې افغانستان يو له هغو مهمو هيوادونو څخه وباله چې دسيمې بډاى منابع له يوې بلې سره نښلوي ،څرګنده کړه: دتاپي پروژه چې دترکمنستان ګاز دافغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي؛ دغه هيواد او سيمې ته يوه مهمه اقتصادي پروژه ده.
ددغې کتنې په پاى کې دهند يو ستر پانګه وال آدي ګو دريج په دې ترڅ کې چې په افغانستان کې دپانګې اچونې په خاطر دجمهور رييس دغوښتنې هرکلى وکړ او تيارى يې څرګند کړ.
د دواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي همکاريو دپياوړتيا او پرمختيا په مقصد د افغان-هند دتجارتي ټولنې دجوړولو غوښتنه وکړه. ده دغه راز ديوې داسې ګډې کاري ډلې دجوړولو غوښتنه  وکړه چې دهغې غونډې داقتصادي وړانديزونو په باب کار وکړي چې د روان کال دجون په مياشت کې دافغانستان په اړوند ډيلي ښار کې جوړ شوه.
د دواړو هيوادو ترمنځ داقتصادي همکاريو د زياتې ودې په خاطر ،آدي ګودريچ وړانديز وکړ چې دکوچنيو سوداګرو متشبثينو او دسوداګرو ښځو دښه والې لپاره په پرمختيايي پروژو کې دپانګې اچونې ملاتړوشي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته