امنیت

د ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر د  چنګاښ  اتلسمه :
دسرپل ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې دځانمرګي بريد په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام .
  په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ  چې انسان دښمنو او مزدورو تروريستانو چې په يوه پخواني جهادي قوماندان  او دجهاد او مقاومت په دوران کې  دافغانستان د جمعيت اسلامي ګوند په يوه  جګپوړي قوماندان  محمدرحيم  سانچارکي  ناوړه قصد ترسره کړى دى .چې له امله يې  زموږ د دوو تنو  هېوادوالوپه ګډون  دده  دوه زامن ، يو  خوريې  او يو وراره يې  شهيدان شوي دي .  دغه  زړه بوږ نوونکي پيښه پرون دسرپل ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې رامنځته شوه  چې ټول يې  غمجن او خواشينې  کړل .
له بده مرغه انسان دښمنه تروريستان آن  دنيکمرغه کوچني اختر  په ورځو کې  چې  دنړۍ دمسلمانانو ترمنځ  د صفا او صميميت  همغږي او پيوستون  ورځې دي په اسلامي  هېوادونو کې  د جنايت او وينې تويولو څخه  لاس نه دى اخستي او په عربستان  ، عراق  او افغانستان کې يې  خپلو وحشيانه او ديو خويو بريدونو ته  دوام ورکړى دى . چې داکار دهغوى بشپړ شقاوت ، جهالت  او بې غيرتي ښيي  . په همدې حال کې  دغه شان پيښې  دتروريزم جدي خطر نه يوازې په افغانستان کې بلکې په سيمه اونړۍ کې  جوتوي . 
له دې امله  لازمه ده  چې ټول هېوادونه  له تروريزم سره  دمبارزې په کار کې  يو موټي شي  او له افغانستان سره  صادقانه او هراړخيزه همکاري وکړي  چې له دغه ناوړه  او سوځوونکي  آفت  څخه خلاصون پيداکړو .
  اجراييه رياست خپله ژوره  همدردي  او غمشريکي  دسرپل ولايت  خلکو په تيره بيا پخواني جهادي قوماندان  محمدر حيم سانچارکي  او دهغه کورنۍ ته څرګندوي  او ددغې  زړه بوږ نووونکي پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت او پاتې  کسانو اوپه تيره بيا قوماندان محمد رحيم سانچارکي ته دجميل صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته