سیاست

جمهوررئیس غني د سیمه ‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې نوی لوی رئیس د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژانده

کابل_باختر د زمري د مياشتې٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سیمه ‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې نوی لوی رئیس متین بیګ د دغې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژانده او د ښې حکومتولۍ په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې نن سهار د سیمه ‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په مقر کې جوړ شوي و، یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو او د ملي شورا استازوهم ګډون کړی و.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي له جمهوررئیس غني څخه د دغې ټاکنې له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې متین بیګ به د ښې حکومتولۍ په برخه کې د پخوانیو تجربو په اساس په دې اداره کې د لوستي ځوان قشر ښه استازیتوب وکړي او د بشپړ ملاتړ ډاډ یې وکړ.
ورپسې جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، خوښ یم چې د افغانستان نوی نسل زموږ د تاریخ د مهم نسل په توګه دولتي چارو ته ورپېژندل کېږي چې دا به د دولت او ملت ترمنځ د ارتباط په برخه کې مهم ګام وي.
هغه زیاته کړه، موږ هغه نسل یوو چې د مهاجرت په شمول مو داسې توپانونه ولیدل چې زموږ په کنټرول کې نه و، خو تاسې هغه نسل یاست چې د هېواد راتلونکی به درباندې ویاړي او د ټولو وروڼو قومونو ترمنځ به د ثبات، ملي یووالي او پيوستون ساتونکي یاست.
جمهوررئیس غني د سیمه ‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د جمهوري ریاست او خلکو ترمنځ د ارتباط وسیله وبلله او په دې اړه يې د والیانو، ولسوالانو او ښاروالانو نقش مهم وباله چې د تنظیم چارې یې د سیمه ‌ییزو ارګانونو ادارې په غاړه دي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، له دې وروسته باید په ادارو کې پخوانی فرهنګ بدل شي او دا بدلون باید په داسې بڼه وي چې هر چاته د افغانستان په هره څنډه کې خدمات وړاندې کړای شي.
هغه د قانون د حاکمیت په برخه کې د سیمه ‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رول ته په اشارې وویل، لوی څارنوالۍ، سترې محکمې، عدلیې وزارت او د تفتیش او نورو اړوندو ادارو سره د دغې ادارې اړیکې او همکاري خورا مهمه ده، ځکه دا وطن د قانون د حاکمیت په اساس راټولېدای شي او په دې چارو کې يې متین بیګ ته د بریالیتوب هیله وکړه.
په پای کې د سیمه ‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس متین بیګ د جمهوررئیس له باور څخه په مننې هغه ته ډاډ ورکړ چې د پخوانیو تجربو په رڼا کې به له تمې سره سم هڅه وکړي چې چارې لا ښې په مخ یوسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته