امنیت

د بادغيس دامنيې قوماندانۍ په وړاندې چاودنه.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٩
دبادغيس ولايت سيمه ييزو مقاماتو نن ددغه ولايت په مرکز کې په يو موټر سايکل کې دځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو دچاودنې خبر ورکړ .
دبادغيس دوالي وياند محمد خالد صافي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ د دروازې په وړاندې وشوه خو د سرزيان يې نه دى اړولى ده ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو لپاره دامنيتي ځواکونو دپلټنې دعملياتو دپيل خبر ورکړ او زياته يې کړه: ددغې چاودنې له امله څو پلورنځيو او موټرو ته چې دپيښې سيمې ته څيرمه يې موقعيت درلود زيان اوښتى دى .
داپه داسې حال کې ده چې دبادغيس ولايت په مرکز او ولسواليو کې دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې دامنيتي ځواکونو له خوا دسختو امنيتي تدبيرونو دنيولو خبر ورکړ شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته