کابل / د غبرګولي ۱۱ / باختر
اصنافوته د جواز د ورکولو له لارې د ننګرهارمرکزد جلال آباد ښاروالۍ عداید زیاتي شوي دي.
تېرکال له دوکانونو، تجارتي او خدماتي مرکزونوڅخه د جوازد ورکولوله لارې څه نا څه ۱۵ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شوي و خو د جلال آباد ښاروالۍ د څېړنوله مخې هیله کېږي دغه شمېرسږکال ۴۰ میلیونوافغانیوته ورسېږي.
شمېرنې ښي چې تېرکال په ننګرهارکې ۶ زره دوکانونه ، تجارتي او خدماتي مرکزونه جوازثبت کړي دي خو هیله کېږي دغه شمېرسږکال ۲۰ زروته زیات شي.
د ننګرهارمرکزجلال آباد ښاروال انجنیراباسین بهیرباخترآژانس ته وویل چې د دوی د څېړنوله مخې د اصنافومالکانوته د جواز د ورکولوشمېرپه زیاتوالي سره سږکال له دغې لارې څخه ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.
پای-ع
2 د یوې دقیقې څخه لږ