امنیت

دکابل دترافيکوپه اداره کې نښته دوام لري

کابل باختر  دسلواغې دمياشتې ٢ :
دکابل دپوليسو مقامات وايي چې دهغو يرغلګرو وسله وال مقاومت به چې دکابل په دهمزنګ کې دترافيکو ادارې ته ننوتي دي ډير ژر پاى ته ورسول شي.
دکابل دساحوي زون دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دکشف اوتحقيق رئيس  جنرال محمدظاهر باخترا ژانس ته وويل چې دترافيکو درياست مهمه برخه تصفيه شوې ده  خو لاتراوسه پورې هم يوشمير يرغلګر چې ښايې دوه يا درې تنه وي مقاومت ته دوام ورکوي  اوخورې ورې نښتې  دوام لري .
دجنرال ظاهر دڅرگندونوله مخې يرغلګرو نن سهار دشپږو بجو په شاوخوا کې له هغه وروسته چې دترافيکو دادارې په امنيتي پوستې  دڅو توغنديو ډزې وکړې  له امنيتي ځواکونوسره دمتقابلو ډزو په بهيرکې يو تن يې ووژل شو  خو يوشمير يې دترافيکو دادارې ودانۍ ته چې يوه نيمه پوځي اداره  ده ننوتل.
جنرال ظاهر تائيد کړه چې اووه تنه ملکي وګړي اودترافيکو دادارې درې تنه کارکوونکي ټپيان شوي دي .
دعامې روغتيا وزارت دمرکزي روغتونونو رئيس ډاکترسيدکبير اميري وايي چې تراوسه پورې ددغې پيښې  درې تنه ټپيان دابن سينا عاجل روغتون ته ليږدول شوي دي .
دباخترا ژانس خبريال چې دپيښې ساحه يې کتلې ده وايي چې دترافيکو ادارې ته غځيدلي لارې دامنيتي ځواکونوله خوا تړلې شوي دي.
داور وژنې وسايط او امبولانسونه په ساحه کې ترسترګو کيږي او د ودانۍ يوې برخې اور اخيستي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته