سیاست

افغانستان اوپاکستان کاري امنيتي ډله جوړوي .

کابل باختر دوږي شپږمه :
دپاکستان ددفاع په وزارت کې سرچينوويلي دي چې ددغه هېواد او دافغانستان پوځي مقاماتو له زياتو خبرو اترو وروسته دامنيتي همکاريو لپاره ديوې کاري ډلې دجوړولو په باب موافقه کړې ده .
دباختراژانس دخبرله مخې دپاکستان ددفاع وزارت نن په اسلام اباد کې ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه موافقه ددواړو هېوادونو دلويو درستيزانو په کتنه کې ترلاسه شوې ده .
همدا اوس دچين ، تاجکستان ، پاکستان او دافغانستان  دهېوادونو پوځي مقامات دامنيتي همکاريو دميکانيزم د طرحې په باب  په تاجکستان کې په خبرو بوخت دي .
دپاکستان ددفاع وزارت مقاماتو په دې خبرپاڼه کې  ويلي دي چې ددغه هېواد داردو لوى درستيز جنرال قمر بجوا او دافغانستان ددفاع وزارت لوى درستيز  جنرال محمد شريف يفتلي  ددغې غونډې تر څنګ له ډار اچوونې سره په مبارزه کې دهمغږي په باب دکاري ډلې دجوړولو په باره کې موافقه  کړې ده .
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه کاري  ډله به په گډه کار وکړي او په هغو خبرو کې چې ددواړو هېوادونو د دولتونو په کچه ترسره کيږي امنيتي سپارښتنې وړاندې کړي .
دافغانستان ددفاع وزارت مقاماتو تراوسه پورې په دې باب  نظر نه دى څرګند کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته