روغتیا

په غورکې له کرونا ويروس سره د مقابلې لپاره جدي تدبيرونه نيول شوي دي

-کابل/ د کب٨ مه/ باختر
په غورکې له کرونا ويروس سره د مقابلې لپاره چې هرات ته نږدې موقعيت لري؛  جدي تدبيرونه ترلاس لاندې نيول شوي دي.
دغه ټکى د غور والي محمد ناصر خاضع د باختر آژانس له سيمه ييز خبريال خيرالدين پارسا سره په مرکه کې څرګند کړ او ويې ويل چې هرات ته د غور د نږدي والي له امله جدي تدبيرونه نيول شوي دي او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په غونډو او عمومي اماکنوکې له ګډون څخه ډډه وکړي.
دغه راز روزنيز بنسټونه او له دې جملې څخه تعليمي کورسونه په موقت ډول رخصت شوي دي.
هغه زياته کړه: هغه کسان چې له ايران څخه غور ته راستانه شوي دي؛ د تبې او ټوخي د نښو نښانو د شتون په صورت کې لارښونه کېږي چې د معايناتو لپاره روغتونونو ته واستول شي. که چېري دغه نښې نښانې په هغو کې نه وې؛ تر دوو اوونيو پورې له خپل کور څخه ونه وځي.
دغه راز روغتيايي بنسټونه خلک، فردي روغتيا ساتنې رعايتولو ته بولي او ويلي يې دي چې هره ورځ څو ځلې خپل لاسونه ومينځي او له لاس ورکولو، ښکلولو او روغبړ څخه دې ډډه وکړي.
دغه راز ټينګار شوى دى چې خوراکي توکي له دې جملي څخه غوښه او هګۍ ښه پاخه شي او له هغو ويټامينونو څخه چې د بدن مقاومت لوړوي؛ زياته استفاده وشي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته